Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوم‎لیکنې پر مرکزونو بریدونو د ۳۷ کسانو ژوند واخیست

کابل کې د کاغذي پېژندپاڼو د ویش پر مرکز نن(یک‎شنبې د غويي پر دوهمه) چاودنه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت ویاند،وحید مجروح وايي چې په پېښه کې ۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۲ نور ټپيان دي چې تر اوسه روغتونونو ته وروړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې هم د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې مرکز ته نېږدې برید وشو او په پایله کې یې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۵ نور ټپيان شول.

د کابل امنیه قومندان، محمد داوود امین وايي چې یوه ځانمرګي بریدګر کابو ۱۰:۰۰ بجې د پېژندپاڼو وېش مرکز په دروازه کې ورسره چاودېدونکي توکي چولي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش هم له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي وو چې په دې پېښه کې ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپيان دي.

ایمرجنسي روغتون شاوخوا د زیانمنو کسانو خپلوان د طلوع نیوز خبریال ته ویلي دي چې تر اوسه یوازې دې روغتون ته ۹ مړي وروړل شوي دي.

دی وايي چې په زیانمنو شویو کسانو کې ښځې او بوډاګان هم شامل دي.

همداراز بغلان ولایت کې سیمه‎ييزو چارواکو وویل چې چاودنه د رایو ورکوونکو مرکز ته نېږدې شوې او ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی چې په وژل شویو کسانو کې ۳ ښځې او ۲ماشومان هم شامل دي.

د بغلان ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې پېښې ته نېږدې په یوه سراچه ډوله موټر کې د یوې کورنۍ غړو ته زیان رسېدلي چې ۳ ښځې، ۲ ماشومان، یو نارینه یې له ډلې وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

دوه تنه ټپیان هم لارویان دي.

په همدې حال کې ولسمشر غني کابل او بغلان ولایتونو کې بریدونه غندلي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي دي:«وحشي تروریستان چې د اسلامي ارزښتونو په ګډون پر هیڅ ملي او ډیموکراتیک ارزښت باور نه لري، باید پوه شي چې د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره  په ډموکراتیکو بهیرونو کې د پراخ ګډون په خاطر زمونږ د خلکو عزم او اراده نشي کمزورې کولی.»

په پېښه کې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي چې د کابل دشت برچي ۶حوزې سیمه کې د پېژندپاڼو وېش پر مرکز برید کې ۶ تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

کابو یوه اوونۍ کېږي چې د هېواد د ولایتونو مرکزونو کې د رایو ورکوونې لپاره نوم لیکنه پیل شوې ده او دا نوم لیکنه د پېژندپاڼې له مخې کېږي.

طالبانو د ولسمشر غوښتنه په ټاکنو کې د ګډون په موخه رد کړې وه او خلکو ته یې ویلي چې په دې ټاکنو کې دې وخت نه ضایع کوي.

خو طالبانو په برید کې لاس درلودل رد کړي دي.

داعش ډلې یې مسوؤلیت منلی دی.

نن په کابل او بغلان کې د رایو ورکوولو لپاره د نوم لیکنې پر مرکزونو ۳۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۵۹ نور ټپیان شول. د کابل برید کې ۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۵۴ ټپیان شول او بغلان کې هم ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۵ نور ټپيان شول

شریک یي کړئ