Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوي‎کال په ورځو کې د مزار نسبي امنیت څخه خوښي

د بلخ ولایت سیمه‎ييز چارواکي د نوي‎کال شپو او ورځو کې د مزارشریف ښار کې د نوروز جشن لمانځنې لپاره د امنیتي تابیاو خبر ورکوي او ترڅنګ یې د میلې لپاره دې ښار ته تلي کسان هم له نسبي امنیت څخه خوښ دي.

یو شمېر مسافران له طالبانو غوښتنه کوي چې په نوي کال کې خپلې وسلې پر ځمکه کېږي او له سولې سره یوځای شي.

له میدان وردګو ولایت څخه مزار یو تن راغلی مسافر قیس نومیږي دی وايي:«زه مزار شریف ته د نوي کال او نوروز لرغوني جشن لمانځنې په موخه راغلی یم.»

اوس‎مهال د مزارشریف ښار په بیلابیلو رنګونو او څراغونو ښایسته شوی دی او ډېر شمېر کسان هم د شپې مهال ګرځي، دکانونه هم د شپې در ناوخته کار کوي.

حمید له سنمګانو ولایت څخه مزار ته راغلی او نوي کال کې د سولې هیله لري.

دی وايي:«راځئ چې د هېواد رغونې لپاره لاسونه سره روکړو او تر څو آرامه او ښایسته افغانستان ولرو.»

مزار شریف ته د هېواد له نا امن ولایت هلمند څخه راغلی، جبار وايي:«له خدای څخه غواړم چې هېواد کې سوله راشي، تر څو ټول خلک په امن کې ژوند وکړي.»

علي روضې ته نېږدې بولاني خرڅوي او اوس‎مهال د نوروز مېلمنو لپاره د شپې در ناوخته پورې کار کوي.

دی څرګندوي:«ډېر خلک بولاني اخلي، دا چې کار نشته او د خلکو اقتصاد ښه نه دی نو ډېر خلک هوټل ته نشي تلی بولاني اخلي او خپله شپه تېروي.»

اوس‎چې په مزار شریف کې ګڼه‎ګوڼه ډېره ښکاري نو په کار کې د ټرافیکو پولیسو کار هم زیات دی.

یو تن د ټرافیک پولیس، محمدنعیم عثماني وايي:«د ټرافیکو بهیر لپاره شپه او ورځ کار کوو، تر څو  خدای مکړه کومه بده پېښه رامنځته نشي.»

اوس‎مهال د مزارشریف ښار په بیلابیلو رنګونو او څراغونو ښایسته شوی دی او ډېر شمېر کسان هم د شپې مهال ګرځي، دکانونه هم د شپې در ناوخته کار کوي

شریک یي کړئ