د هرات ځايي چارواکي وايي چې نن(سېشنبې د غبرګولي ۱۶ مه) له غرمې وروسته د هېواد په لوېدیځ کې د هرات ښار د جامع جومات تهڅېرمه یوه ځواکمنه چاودنه وشوه.
د دغو چارواکو په وینا، په دغې چاودنه کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د ۳ بجو په شاوخوا کې د هرات د جامع جومات دروازې تهڅېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکو چاودنه وکړه.
د هرات ځايي چارواکي وايي چې شونې دغه د دغې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش،په دغې پېښه کې د ۷ تنو د وژنې او د ۱۶ تنو د ټپيانو پخلی کوي.
تراوسه هېڅ دلې د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.