Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات پر اوبې اولسوالۍ برید؛ د ۲۰طالب وسله‎والو وژل کېدل

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي سلګونو طالب وسله‎والو تېره شپه(چهارشنبې د غبرګولي په ۲۲مه نېټه) پر اوبې ولسوالۍ برید وکړ.

دا چارواکي زیاتوي چې طالبانو غوښتل د اوبې ولسوالۍ ونیسي، خو د ۲۰ طالب وسله‎والو په وژل کېدو پایته ورسید.

د هرات د پولیسو چارواکي څرګندوي له افغان ځواکونو په ځوابي برید کې له لسو زیات طالب وسله‎وال ټپیان هم شول.

د چارواکو په خبرو دوو افغان سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات ولایت امنیه قومندان، جنرال امین الله امرخېل څرګندوي چې لسګونو پاکستاني جنګیالیو په دې بردی کې د طالبانو ملتیا کوله چې یو شمېر یې وژل شوي هم دي.

دی وړاندې وايي چې د طالبانو دا پراخ برید په شا تمبول شوی او اوس مهال په سیمه کې حالت ښه دی.

په دې وروستیو ورځو کې طالبانو پر هرات ولایت خپل بریدونه زیات کړي دي.

په همدې حال کې افغان ځواکونه توانیدلي دي چې د هرات ولایت پر چشت او کشک رباط سنګي ولسوالیو هم د طالبانو بریدونه شنډ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي میاشتې په ۲۰مه نېټه هرات کې د طالب ضد عملیاتو د پلانولو په موخه د ملي دفاع سرپرست وزیر، د کورنیو چارو وزارت مرستیال او هېواد کې د بهرنیو ځواکونو قومندان هرات ولایت ته تللي وو.

د ملي دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد د طالبانو د ځپلو او په لویدیځه حوزه کې د یادې ډلې د سیمو د بیا نیونې په موخه د پوځي عملیاتو خبر ورکړ. ښاغلی خالد وویل چې د طالبانو پر وړاندې به یرغلییز بریدونه زیات کړي.

همداراز د کورنیو چارو وزارت هم د طالبانو د ځپلو او هغوی د زندانونو د ورانولو خبره وکړه، د یاد وزارت مرستیال څرګنده کړه چې د طالبانو پر وړاندې یې د جګړې لارې بدلې کړې دي.

د هرات ولایت امنیتي چارواکو په خبرو دوو افغان سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ