د هرات پولیس ادعا کوي چې د طالبانو پوځي مسوول د زاول ولسوالۍ په عزیز آباد سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د هرات د پولیسو ویاند، عبدالحد ولي زاده (سېشنبې د مرغومې په څلورمه) وايي د طالبانو دغه پوځي مسوول جاوید نومېده او په «مولاداد» مشهور وو.
ښاغلی ولي زاده زیاتي چې ل دغه طالب چارواکي سره د هغه درې ملګري هم وژل شوي دي.
طالبانو دا ادعا نه ده تایید کړې.