د هلمند ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د دې ولایت د جګړو له ډګرونو څخه یو شمېر ایراني چارواکي لیدني کوي او وسلهوالو طالبانو ته وسلي او مهمات ورکوي.
د هلمند والي هم د جګړي په ډګر کې د ایرانیانو شتون مني او وايي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
حیات الله حیات څرګندوي:«زموږ لومړني معلومات داښيي چي د ګرمسیر ولسوالي په شاوخوا سیمو کي یو شمیر بهرني کسان چي پاکستانیان او ایرانیان شامل دي. او دوی د جګړي د یو شمیر کرښو څخه هم لیدنه کړي دي.»
د هلمند والي وړاندې وايي چې که څه هم په یو شمیر سیمو کي عملیات دوام لري، خو د طالبانو د ځپلو په موخه پراخ عملیات ډیر ژر پیل کړي.
دی زیاتوي:«موږ د ژمي د عملیات پلان یوه میاشت مخکي جوړ کړي دي ، او دا عملیات ځیني برخي لري لکه شپني عملیات هوايي عملیات او تعروضي عملیات او موږ دا پلانونه تر لاس لاندي لرو چي ډیر ژر به شروع سي.»
بل لوري د هلمند ولایتي شورا په یاد ولایت روان عملیات د هلمندیانو د غوښتونو خلاف بولي دوی غښتنه کوي، چي حکومت باید ځمکني عملیات پیل کړي تر څو د لاسه وتلي سیمي بیرته تر خپل کنترول لاندي راولي.
د هلمند ولایتي شورا غړی، عطاالله افغان وايي:«افغان ځواکونه یواځي په یو شمیر سیمو کي هوايي: عملیات کوي. خو دولت باید ځمکني عملیات هم پیل کړي.»
که څه هم تمه کیدل چي روان ژمي به د وسله والو طالبانو د ځپلو ښه موقع وي ، خو تر دي دمه افغان ځواکونو په یاد ولایت کي کوم د پام وړ پرمختګ ندی کړی.