Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د وارداتي برېښنا د لېږد پروژې د امنیت د تامین لپاره د عملیاتو پیل

په میدان وردګو کې د وارداتي برېښنا د مزو پرې کېدو له کبله امنیتي ځواکونو دغه ولایت کې عملیات پیل کړي.

ځایي چارواکي وايي د طالبانو په خوا کې ځايي زورواکي هم دې موضوع کې ښکېل دي.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید د وردګو هغې سیمې ته تللی چې د برېښنا مزي په کې پرې شوي.

په تېرو دوو ورځو کې ۸ زره متره د برېښنا مزي غځول شوي ترڅو پر دغه لاره د برېښنا د شپږو ستنو د له منځه تللو مزو پر ځای ونښلول شي.

د برېښنا د دغه انجینر په وینا د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په یوه برخه کې له څو میاشتو راهیسې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د برق مهندس عبدالمحمد وویل:«ټولو ته مالومه ده چې ځینې خلک په هغې خوا کې دي چې نه غواړي داسې یوه پروژه دې عملي شي. دننه په حکومت کې هم داسې کسان شته چې له هغوی څخه ملاتړ کوي.»

په وردګو ولایت کې د وارداتي برېښنا پروژې دعملي کېدو په وړاندې نورې لويې ستونزې هم شتنه، له هغې جملې د برېښنا ستنو ته نږدې د نویو ودانیو جوړول دي.

د میدان وردګو د برېښنا امر جاوېد کریم زي څرګنده کړه:«دا چې دا کورنه چا جوړ کړي دي او څوک د دغه کار په وړاندې خنډ شوی د هغه نوم به وا نه خلم. خو د برېښنا د مزي د لېږد په لاره کې ډېر کورونه جوړ شوي دي.»

له بلېخوا د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکو د بریښنا د مزو د پرې کولو پيښې لیدلې دي.

په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو پراخ عملیات اوس شاوخوا کلیو ته غځول شوي دي.

له ترکمنستانه د ۲۲۰ کیلوواټه وارداتي بریښنا پروژه د هغې ۱۵۰ میلیون ډالري پروګرامونو یوه برخه ده چې په څو سویلي ولایتونو کې عملي کیږي.

شریک یي کړئ