د تېرې شپې(شنبې، د سلواغې۱۶مه) واورو اورېدو له امله د حامد کرزي هوايي ډګر څخه الوتنې په موًقت ډول درېدلې دي.
د هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند، قاسم رحیمي وايي چې د سختې واورې ورېدو له امله د حامدکرزي هوايي ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو پرمخ تړلی او د ستونزې هوارۍ په موخه د واورې پاکول روان دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې ځغاستلیکه به تر درېیو ساعتونو پورې پاکه او الوتنو ته به زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سختې واورې ورېدو له امله حکومت هم نن عمومي رخصتي اعلان کړې ده.