Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې غړي:د شفق ۲ عملیات ننداریز دي

د شفق دو ژمنیو عملیاتو له پيل څخه یوه میاشت تېږي،خو مخالف وسله‎وال تراوسه هم په شمال کې د کندز او پلخمري ښارونو کې په سوېل کې د لښکرګاه او ترینګوټ ښارونه، په ختیځ کې مهترلام او په ولېدیځ کې فراه په شاو خوا کې حضور لري.

په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي دغه عملیات ننداریز بولي او د دغو عملیاتو د په لاره اچولو په بیا کتنې ټينګار کوي.

هغوی زیاتوي چې امنیتي ځواکونه تراوسه نه دي توانېدلي چې د هلمند او ارزګان ولایتونو له مرکزونو څخه ګواښونه لیرې کړي.

د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل:«دغو عملیاتو تراوسه کومه پایله نه‎ده لرلې او زه ترې راضي نه‎یم.موږ به ډېر ژر غږ پورته کړو ترڅو دغه عملیات سراسري شي.»

د لشکرګاه ښار اوسېدونکي تر اوسه هم د طالبانو له‎خوا د دغه ښار د پرځېدو له احمتال څخه اندېښنه لري.خو د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وايي چې هغوی به طالبان له منځه یوسي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احمدزی وايي:«تاسې به شاهد وې چې د حمل تر میاشتې به ټولې هغه برخې چې د مخالفو وسله‎والو په لاس کې دي،خلکو ته ډاډ ورکوم چې د هغوی له ادارې څخه به بهر شي.»

طالبان د لوګر ښار مرکز پل علم په څو کلیو مترۍ کې موقعیت لري.خو امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

د لوګر امنیه قومندان عصمت الله علیزي څرګنده کړه:«لوګر د کابل یوه له بنسټیزو دروازو څخه ده،د مخالفینو وروستۍ هڅه دا ده،چې پرسونل یې دلته ځای پر ځای شي. او خپلې اډې جوړې کړي،خو خپلو دغو هیلو ته به ونه رسېږي.»

که څه هم چې د کندز ولایت مرکز هم له جدي ګواښ سره مخ دی خو دولتي ځواکونه د طالبانو په ځپلو ټینګار کوي.

د کندز والي اسدالله عمرخېل روښانه کړه:«که‎چېرې هوا ښه وه او له موږ سره یې مرسته وکړه،دښمن به نور په کندز کې حضور ونه‎لري او سږکال به د تېر کال په څېر نه وي.»

اخوا ملي دفاع وزارت د شفق دو ژمنیو عملیاتو لاسته راوړنې داسې بیان وي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش څرګنده کړه:«د دغه عملیات لاسته راوړنې کولای شي چط ۱۳۹۶ کال د ۱۳۹۵ په پرتله یو ښه کال خلکو ته ډالۍ کړي.»

د ژمي فصل د دولتي ځواکونو له لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره ښه فصل بلل کېږي، خو د هیلو په خلاف امنیتي ځواکونه تر اوسه د دغو سیمو په بېرته نیولو کې بریالي نه وو.
 
په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي دغه عملیات ننداریز بولي او د دغو عملیاتو د په لاره اچولو په بیا کتنې ټينګار کوي.هغوی زیاتوي چې امنیتي ځواکونه تراوسه نه دي توانېدلي چې د هلمند او ارزګان ولایتونو له مرکزونو څخه ګواښونه لیرې کړي.

شریک یي کړئ