وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو بنسټ د کرونا ویروس پراختیا مخنیوي په موخه کې نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه، اوس افغانستان کې د یاد بنسټ استازولي دفتر(یونانا) هم د حګړې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه کړې ده.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې نن(پنج شنبې د وري په ۷مه نیټه) راغلي چې روانه میاشت په افغان کړکیچ کې د ملکي وګړو د وژل کیدو او ټپي کیدو زیاتو شویو پیښو ته په کتو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) له ټولو ښکیلو ډلو غواړي چې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي، څو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره ټول ممکنه ګامونه پورته او د اوربند لپاره کار ترسره او یوسیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي.
د یاد بنسټ خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ماموریت د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګوتیرس د دوشنبې ورځې غوښتنه غبرګوي چې دنړیوال اوربند لپاره یې وکړه.
اعلامیه زیاتوي:«چې په دې توګه ټول تمرکزاو منابع د کووید ۱۹ ساري ناروغۍ سره مبارزې ته ځانګړي شي، چې ټولو افغانانو ته یو جدي ګواښ دی. د تاوتریخوالي کموالی چې داوربند لامل شي د خلکو د ژوند د ژغورنې لامل کیږي.»
یوناما ویلي چې ښکیلو اړخونو ته د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره مناسب فرصت او د کووید ۱۹ ناروغۍ له کبله د رامنځ ته شوي روغتیایي ناورین سره د مبارزې دښه تیاري زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر زیاته کړې:«سره له دې چې د فبرورۍ په پای کې د تاوتریخوالي د کموالي له اعلان سره سم په تاوتریخوالي کې یوڅه کمی ولیدل شو، خو یوناما د جګړې له کبله د رامنځ ته شویو ملکي تلفاتو ثبتولو ته دوام ورکړی چې د مارچ له لومړۍ تر ۲۵مې نیټې پورې ۱۰۰ملکیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شویدي.»
یوناما د ملکي تلفاتو په تړاو وایي چې د دغو ملکي تلفاتو د پام وړ لویه برخه حکومت مخالفو وسله والو تحرکاتو ته راجع کیږي، لکه د وري په پنځمه کابل کې د سکانو او هندوانو په یوه عبادت ځای برید چې مسوولیت یې داعش ومانه.
همدارنګه د مارچ په ۶ مه نیټه په پالزمینه کې د یوه پخواني جهادي مشرد یاد تلین پرمراسمو برید کې
۳۴ تنه ملکیان ووژل شول او یوشمیرنورټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ کابل کې د وسله وال برید له کبله ۲۵ تنهافغان سیکان ووژل شول او اته تنه نورټپيان شول او دې وروستیو کې طالبانو هم هېواد کې بریدونه زیات کړي دي.