د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یوه پروګرام په چوکاټ کې، د هېواد په ناامنو سیمو کې یې د ټاکنو د امنیت د تامین څرنګوالي، څېړلی دی.
دغه وزارت وايي چې د دغه پروګرام له اجرايي کېدو سره، د ټاکنو د ترسراوي په وړاندې سترې امنیتي ننګونې به رامنځته نهشي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیت دانش په دې اړه وویل:« د ولسوالیو په کچه موږ یو اندازه امنیتي ستونزې، چې پر یو امنیتي پروګرام کار شوی، ترڅو ولسوالیو ته د نوملیکنې د مرکزونو له لېږد سره، په ځانګړې توګه ناامنه ولسوالۍ، ځکه چې د دغو مرکزونو د امنیت تابیاوې نیول شوې او څرنګه موږ کولای شو د هغو کسانو لپاره چې نوملیکنه کوي زمینه برابره کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عملیاتي چارو رییس د پنجشنبې په ورځ وویل چې په هېواد کې د نوملیکنې کابو ۲۶ سلنه مرکزونه پرانیستل شوي نه دي.
د دغه کمېسیون په وینا، ۷۶۴ مرکزونه چې باید پراینستل شوي وای تړلي پاتې دي او همدارنګه ۳۵۴ نور مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولایتونو په مرکزونو کې ۱۲۳ مرکزونه پرانیستل شوي نه دي. او همدارنګه ۱۱ ولسوالۍ هم د پرځېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دغه کمېسیون د شمېرو پر بنسټ، تراوسه څه باندې دوه مېلیونه او ۳۰۰ تنو چې ۲۹ سلنه یې مېرمنې دي نوملیکنه کړې ده.