د حکومت د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۲۶ مه) د ننګرهار د ټاکنو د رییس په توکه د ذبیح الله وګړي د ټاکل کېدو په غبرګون کې وايي هغو کسان چې په درغلیو کې لاس درلود باید د دویم ځل لپاره ونه ټاکل شي.
وګړی چې د پکتیکا د ټاکنو رییس وو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې پر درغلیو تورن دی.
که څه هم چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس د پکتیکا د ټاکنو د کمېسیون رییس چې په ولسمشریزو ټاکنو کې په درغلیو کې په لاس لرلو تورن وو د ننګرهار ولایت د ټاکنو د کمېسیون د رییس په توګه ټاکلی. اجرائیه ریاست د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مشرانو غواړي چې داسې کار ونهکړي چې خلک یوځل بیا د ټاکنو په کمېسیون بې اعتباره شي.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وویل:«هغوی چې په درغلیو کې لاس درلود باید بیا ځلې بنسټونو ته لاره پیدا نه کړي تراوسه هم دغه اصل په خپل خای دی.»
د تیفا بنسټ اجرائیه رییس په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ له کارولو د کار د پرمختګ خبر ورکوي او دا کار د ټاکنو د رونټیا لپاره ډېر مهم بولي.
د تیفا بنسټ اجرائیه رییس نعیم ابو زاده زیاته کړه:«له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه د درغلۍ زمینه محدوده وي او موږ له درغلۍ څخه د تل لپاره ژغورل کېږو.»
اخوا د حکومت یوشمېر پخواني چارواکي په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په راوستو او د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو بې باوره دي.
د جبهې نوین ملي مشر انوارالحق احدي وویل:«په ډېریو ځایونو کې په ټاکنو کې درغلۍ ترسره کېږي خو د افغانستان په ټاکنو کې باید درغلۍ ونه شي.موږ په ځلونو حکومت ته ویلي چې یو میکانیزم جوړ کړو او د ټاکنو په اړه له سیاستوالو څخه مشوره واخلي.»
په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل د ملي یووالي حکومت له ژمنو څخه دي، حکومت د کار له پیله دوه کاله وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني مسؤولان ګوښه کړل او نوي کسان یې په دې کمېسیون کې وګمارل. خو اوس په ټاکنو څارونکي بنسټونه د یاد کمېسیون نوي غړي ضعیف او له حکومته په ملاتړ تورنوي.