د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر له پیله تراوسه، د هېواد په درې ولایتونو کې د نوملیکنې پر مرکزونو برید شوی دی.
د غور ولایت په فېروز کوه ښار کې د رایه ورکوونکو د نوملیکنې پر یوه مرکز د وسلهوالو کسانو له برید وروسته د پنجشنبې پر ماښام په جلال اباد ښار کې د نوملیکنې د یوه مرکز دوه ساتونکي پر موټرسایکل سپرو د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر کامهوال وايي که چېرې د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د مرکزونو امنیت خوندي نهشي خلک به حاضر نه شي چې په ټاکنیزو بهیرونو کې ګډون وکړي.
ښاغلي کامله وال زیاته کړه:«د جلال اباد ښار په پنځه ناحیه کې، د نوملیکنې پر یوه مرکز یې برید وکړ؛ په دغه برید کې د ملي پولیسو دوه تنه ځواکونه شهیدان شول او د دغو پولیسو وسلې هم ناپېژانده وسله والو له ځان سره وړي دي.»
بل خوا د جمعې پر ګهیځ، وسلهوالو کسانو د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو سیمه کې د نوملیکنې پر مرکز برید کړی او د دغو کسانو د ډزو په پایله کې، یو پولیس چې د دغه مرکز ساتونکی وه وژل شوی دی.
د بادغیس مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده په دې اړه وايي:«په باغبانانو په کلي کې د باغبانانو په نامه یو ښوونځی دی چې د نوملیکنې مرکز دی، له بده مرغه طالبانو پر دغه کلي پنځه توغندي توغولي چې یو توغندی په دغه ښوونځي لګېدلی او یو تن په کې شهید شوی دی.»
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د رایه ورکوونکو د نوملیکنې پر مرکزونو بریدونه اندېښمنونکي بولي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې د ټاکنو امنیت دې ټینګ کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي په دې اړه څرګنده کړه:«په ښه او سمه توګه دې پر خپلو دندو عمل وکړي او د افغانانو ، نوملیکنې مرکزونو او هم د نوملیکنې د کارکوونکو امنیت دې تأمین کړي او د ترهګرۍ مخه دي ونیسي.»
اخوا بیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې له ټولو امکاناتو سره، د ټاکنو امنیت به تأمین کړي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«ټولو برخو ته په جدي توګه لارښونه شوې چې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي ترڅو وکړای شو د دغو مرکزونو امنیت په سمه توګه تأمین کړو.»
له دې ټولو سره، تراوسه د دغو بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. خو په غور کې ځايي چارواکي، د رایه ورکوونکو د نوملیکنې پر مرکز برید او د ټاکنیزو توکو سوځول د طالبانو کار بولي.