Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان له استخباراتي سازمان سره د افغانستان د استخباراتي اطلاعاتو هوکړه لیک

د پاکستان د پوځي استخباراتي سازمان د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه به سمبال او وروزي.هر استخباراتي اداره به د دښمن د استخباراتي سازمان سره به مبارزه وکړي.

افغانستان او پاکستان به له بېلتون غوښتونکو سره به مبارزه وکړي او دواړه ادارې به د ترهګرو تورنو څخه به پلټنې وکړي.دغه هوکړه لیک د افغانستان له خوا د ملي امنیت د عمومي ریاست د لومړي مرستیال له خوا له پاکستان سره لاسلیک شوی دی.

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې دغه هوکړه لیک د پاکستان له خوا دوه ورځې وړاندې لاسلیک شوی دی. په داسې حال کې چې افغانستان په وروستیو کلونو کې په ترهګریزو بریدونو کې د پاکستان د استخباراتو له ونډې لرلو څخه نیوکه کړې ده او په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهلو څخه خبرې کړي دي د ولسمشر ویاند دغه هوکړه لیک له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړین بولي.

د ولسمشر ویاند اجمل عابدي وايي:"د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي اطلاعاتو هوکړه لیک یو تازه شی دی، په تېرو کې هم دغو دوو استخباراتي ادارو دا شان هوکړه لیک درلود او اوس هم دغه هوکړه لیک د دواړو هېوادونو په ګډه توګه د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره دی".

په تېرې اوونۍ کې د پاکستان پوځي استخباراتو لومړی رییس د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یو له مېلمنو څخه وو.د ولسمشر ویاند وايي چې افغانستان اوس یو متحرکه سیاست لري او افغانستان اوپاکستان له یو ګډ ګواښ څخه رنځ وړي.

د ولسمشر ویاند اجمل عابدي زیاته کړه: "افغانستان اوس یو متحرکه سیاست لري او دواړه هېوادونه یعني افغانستان او پاکستان دا یې درک کړې ده چې په ګډه توګه له تروریزم سره مبارزه وکړي، ځکه چې دواړه هېوادونه له ګډو ګواښونو څخه رنځ وړي".

په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې له هر برید څخه وروسته،د حکومت د نیوکې لومړۍ ګوته د پاکستان پوځي استخباراتي سازمان ته نیول کېده.د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو څخه ورسته ظاهراً دغې ګړنې بدلون کړی دی او پاکستان ځان د افغانستان نږدې دوست بولي او لید کېږي چې افغانستان د دغه هېواد د حکومت له مخالفینو سره د سولې ورکه شوې کلۍ د پاکستان په خاوره کې لټوي.

د پاکستان د پوځي استخباراتي سازمان د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه به سمبال

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه