Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان په اړه د افغانانو نظر تر ډېره منفي شوی دی

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په درشل کې اوس‎مهال په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې د خلکو اندونه منفي شوي دي.

سره له دې چې افغانان وايي د پاکستان له خلکو سره ستونزه نلري؛ خو د پاکستان حکومت او پوځ په افغانستان کې ترهګریزو پېښو کې بر لاس‎درلودو تورنوي.

په دې راپور کې د هېواد بېلابېلو سیمو څخه د ځوانانو نظرونه د پاکستان په اړه پوښتل شوي دي.

په کابل کې زده‎کړیال، اسماعیل په دې اړه ویلي:"فکر نه کوم چې په دې اړیکو کې د پاکستان خلک لاس ولري، شاید دوی ګرم نه وي."

کابل کې زده‎کړیاله، پروانه زیاتوي:"د خلکو غږ اوچت دی چې قیمتي ده، له هرڅه باید تېر شو. دا چې آرامه یوو ښه ده. خیر ده چې قیمتي ده، میوه کمه خورو."

همداراز نویدالله هم څرګندوي:"د پاکستان خلک د دې هېواد په سیاستونو کې سوځي. پاکستان تل ښه ګاونډی نه وه: نه یوازې د افغانستان لپاره، د هند لپاره هم."

خو په بغلان ولایت کې چې په دې وروستیو کې د سختو نښتو شاهد دی، ځوانان څه نظر لري؟

زده‎کړیال، محمدممتاز یعقوبي وايي:"تل چې افغانستان له پاکستان او یا طالبانو سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې ده، پاکستان توغندیو توغولو او نا امنیو سره ځواب ویلی دی."

پرویز حمیدي هم څرګندوي:"که افغانستان سوله غواړي باید خپل پلویان اړ کړي چې پر پاکستان فشارونه زیات کړي."

بدخشان چې له پاکستان سره پوله لري او په څو ولسوالیو کې یې هم طالبان فعالیت کوي، د دې ولایت اوسېدونکي هم له پاکستان څخه خوشاله زړه نه لري.

د بدخشان ولایت اوسېدونکی، عبدالبصیر وثیق وايي:"پاکستان د ترهګرو د روزنې مرکز دی. دوی د مدرسې په نامه ځوانان ترهګریزو کړنو ته هڅوي او بیا یې د افغانستان نا امنه کولو لپاره دلته رالیږي."

د دې ولایت اوسېدونکی، فرزام حافظي زیاتوي:"زه فکر کوم چې پاکستان په نړیواله کچه خپلو اقتصادي ګټو ته په کتو کله هم له افغانستان سره دوستي نه کوي."

په زابل ولایت کې هم یو شمېر کسان له افغانانو سره د پاکستاني پوځیانو له چلند څخه شکایت کوي.

دوی هم له نورو افغانانو سره همغږي دي او د پاکستان سره له اړیکو خوښ نه ښکاري.

د زابل اوسېدونکی وايي:"پاکستان خلک زوروي. زه تېر کال پاکستان ته ولاړم؛ که څه هم پاسپورټ او ویزه مې هم  درلوده بیا یې هم وزورولم. آن له ما یې پېسې واخیستې."

د یاد ولایت بل اوسېدونکی زیاتوي:"پاکستان په یوه او بل نامه افغانان زوروي."

په دې راپور کې د کندهار ولایت اوسېدونکو نظر هم اخیستل شوی دی.

په دې وروستیو کې د چمن‎ـ‎سپین‎بولدک لارې تړل کېدو هم ډېر افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د کندهار ولایت اوسېدونکی وايي:"پاکستانه! ستا ټولې پولې له هند سره خلاصې دي خو د افغانانو پر مخ تړلې دي."

د یاد ولایت بل اوسېدونکی څرګندوي:"د لارې تړل، د پاکستان له خلکو سره دښمني ده. د دوی توکي هم زموږ توکو په څـېر خراب شوي دي."

د افغانستان او پاکستان په اړه د سیاسي شنونکی، آصف بکتاش وايي:"له دې ستونزې د وتو لاره د یوه نړیوال کنفرانس جوړېدل دي، چې د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې تضمین وشي، دوی باید ژمنه وکړي؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ژمنه وکړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونشي او په افغانستان کې د ګټور او کارکوونکي حکومت جوړېدل."

که څه هم ډېر شمېر افغانان په هېواد کې ترهګریزو فعالیتونو کې پاکستان ښکېل بولي؛ خو هیله لري چې یوه ورځ دواړه هېوادنه په سوله کې ژوند وکړي.
 
سره له دې چې افغانان وايي د پاکستان له خلکو سره ستونزه نلري؛ خو د پاکستان حکومت او پوځ په افغانستان کې ترهګریزو پېښو کې بر لاس‎درلودو تورنوي

شریک یي کړئ