د لوړو زده کړو وزارت سبا ته د پوهنتونو د بیاپرانیستې په اړه خبر ورکوي؛ خو د پوهنې وزارت د ښوونځيو د پرانیستې په اړه څه نه وايي.
بالاخره په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو نژدې شپږ میاشتې وروسته، اوس مهال په هېواد کې د دغه ویروس په کمېدو سره، د ښوونځيو او پوهنتونونو د بېرته پرانستلو لپاره د کابېنې پرېکړه عملي کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت تر یوې بلې ورځې پورې د هېواد د پوهنتونونو د بېرته پرانستلو لپاره د چمتوالي خبر ورکوی.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند عزیز احمد اوریاخېل وویل:«که چېرې په دوه ورځو کې چې موږ یې په مخ کې لرو، د عامې روغتیا وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا کومه لارښونه په لار کې نه وي موږ د چهارشنبې په ورځ خپل درسونه پیلوو.»
شاوخوا درې میاشتې وړاندې کابینې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیرته پرانستلو لپاره پرېکړه وکړه چې د دې پرېکړې له مخې به د هېواد ښوونځي او پوهنتونونه د کوویډ نولس ناروغۍ د وضعیت په تړاو د عامې روغتیا وزارت له ارزولو وروسته بېرته پرانستل شي.
اوس مهال د عامې روغتیا وزارت په تدریجي توګه د دغو بنسټونو د پرانستلو خبره کوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست محمد جواد عثماني وايي:«د عامې روغتیا وزارت طرحه همدا ده چې په تدریجي توګه د ټولنیز واټن په پام کې نیولو، د لاسونو په مینځلو د ماسک له اغوستلو سره موږ کولای شو لږ تر لږه خپل ۱۰، ۱۱او ۱۲ ټولګي او په پوهنتونونو کې خپلو وروستیو ټولګیو درسونه پیل کړو.»
بل خوا د عامې روغتیا وزارت د ورځینو شمېرو له مخې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۳۶ مثبتو پېښو په ثبېتېدو سره په هېواد کې د دغه ویروس د تایید شویو پېښو شمېر ۳۶ زرو ۷۴۶ ته ورسېد چې له دې منځه تر اوسه ۱۲۸۸ تنه مړه شوي او څه باندې ۲۵ زره تنه نور بېرته ښه شوي دي.