Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پر امنیتي طرحې د پلازمېن‎مېشتو نیوکې

یوه ورځ له هغې وروسته کله چې ځانمرګو بریدګرو په یوه ورځ د کابل پر دوو مهمو او له ګڼې ګوڼې ډګو سیمو بریدونه وکړه، د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي، د کابل امنیتي طرحه ناکامه ګڼي او امنیتي بنسټونه د خلکو د ځان د امنیت په خوندیتابه کې په بې پروایۍ تورن وي.

د بریدکونکو ډله ایز بریدونه په داسې حال کې د پلازمزني په مهمو برخو کې کیږي چې د کابل ښار د امنیتي طرحې له وروستي کیدو اته میاشتې تېرېږي.

د بلوا ضد ۵۰۰ کسیزې قطعې جوړېدل، په ښار کې د امنیتي کمرو فعالول، د امنیتي سکنرونو لګول او د سپيو په واسطه تلاشي کول په کابل کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم امنیتي تدابیر دي.

د کابل یو اوسېدونکی نقیب الله وايي:«دا امنیتي طرحه په بشپړه توګه ناکامه ده، یوازې د ځانو لپاره یې دېوالونه جوړ کړي او د دېوالونو تر شاه هم ارام نه پاتې کېږي او ځانمرګي یې په نښته کوي.»

سیدعماد د چهارشنبې ورځې په پېښه کې اوه ساعته په خپل پلورنځي کې راګیر شو او په دې پېښه کې په پښه ټپي شوی هم دی.

هغه زیاته کړه:«موږ یوازې د خپل مرګ په تمه وو او هر شېبه د چاودنې او ډزو غږ اورېدل کېده او زموږ پر هټۍ مرمۍ لګېدې؛ زموږ نفس بند وو.»

په دغه پېښه کې کریم الله ته هم زیات رسېدلی او د ګرځندويۍ شرکت ته یې هم زیان رسېدلی دی.

نوموړی د کابل د امنیتي طرحې پر ناکامۍ نیوکه کوي.

هغه څرګنده کړه:« ولسمشر او اجرايي رییس دې شرم وکړي چې په یوه ورځ په پلاژمېنه کې دوه سترې پېښې کېږي، اولادونه یې له هېواده بهر دي ځکه د خلکو له زړه نه راځي.»

د کابل ښار په امنیتي طرحه کې ویل شوي و د کابل ډیپلوماټ مېشته سیمې تر ځانګړي امنیتي پوښښ لاندې راځي، د تلاشۍ د ۲۶ مرکزونو او ۲۷ امنیتي تم‎ځایونو جوړول د پلازمېني د امنیت د ټینګښت پروګرام نورې برخې دي.

د کابل امنیه قومندانۍ سرپرست محمد داوود امین په دې اړه په ډاګه کړه:«موږ د کابل ښار پر دروازو کار کوو او تاسې شاهد یاست چې زموږ کار په ښه بڼه په مخ ځي او د ملي اردو ځواکونه د کابل ښار د دروازو مسوولیت په غاړه لري.»

په کابل ښار کې په تېره بیا پنځمه او اوومه ناحیه کې د کورونو د تلاشي کولو پيلول او د څه د پاسه سلو عمومي او فرعي لارو څارنه چې کابل ښار له بهر سیمو سره نښلوي د دې امنیتي طرحې بله برخه ده خو خلک د دولتي ځواکونو پر ناغېړۍ او د دغه پروګرام پر ناکامۍ سخته نیوکه کوي.

شریک یي کړئ