په کابل کې چارواکي وايي چې د ولسي جرګې غړی شیر ولي وردک د یکشنبې له غرمې څخه وروسته د کور تهڅېرمه یې د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.
د چارواکو په وینا چاودېدونکي توکي هغه مهال وچاودل شول چې ښاغلی وردک د قمبر څلور لارې ته نږدې خپل کورته د ستنېدو په حال کې وه.
ځينې کسان په دغې چاودنه کې ټپيان شوي دي خو شمېر یې تراوسه روښانه نه دی.
شیرولي وردک د پوهنې وزارت د پخواني وزیر فاروق وردک ورور وه.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه