رپوټونه رسوي چې د کابل ښار په منډوي کې د ابراهیم زاده سرای چې د کشمشو په سرای مشهور دی اور اخیستی دی.
د پېښې شاهدان وايي چې دغه اورلګېدنه نن له غرمې مخکې (سېشنبې د غبرګولي ۱۴مه)د ۱۱ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
تراوسه د دغې اورلګېدنې علت روښانه نه دی.
شاهدان وايي چې د اور وژنې ډله سیمې ته رارسېدلې او هڅه کوي چې اور مړ کړي.
دا څووم ځل دی چې د کابل ښار د منډوي بېلابېلې برخې اور اخلي. د دغو اورلګېدنو علت د معیاري هټیو نشتون بلل شوی دی.