د ملي امنیت ریاست خبر ورکوي چې په کابل کې يې د داعش ډلې د بریدونو د طرحه کوونکو یوه ۱۰ کسیزه ډله نیولې ده.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عبیدالله په مشرۍ دغې ۱۰کسیزې ډلې د کابل د کارته سخي په زیارت کې د محرم د لسمې په ویرجنو او همدارنګه د لوړپوړ چارواکو د ساتنې ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګي برید کې ونډه لرلې او غوښتل یې چې د کابل د کارته سه پر جومات ځنځیري بریدونه ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دغې ډلې غړو له فني وسایلو سره د کابل ښار مشهور جوماتونه او تکیهخانې د برید لپاره په نښه کولې.
په دغې خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.