Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندز قلعه‎ذال ولسوالۍ د اق‎تیپه کلی د طالبانو لاسته ولوېد

د قلعه‎ذال ولسوال محبوب الله سعیدي طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو د تېرې ورځې له ګهیځه پر دغې ولسوالۍ ډله‎ییز بریدونه پیل کړي او تراوسه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

د قلعه‎ذال ولسوال زیاتوي چې د اق‎تيپې کلی د طالبانو لاسته ورغی او دم‎ګړۍ د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ پر ودانۍ شدیده جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې  د کندز – تخار په لویه لاره د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

د کندز اوسېدونکي او د مدني ټولنې غړي وايي که‎چېرې مرکزي حکومت په جدي توګه د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه پاملرنه ونه‎کړي، د کندز ښار به د درېیم ځل لپاره د طالبانو لاسته ولوېږي.

شریک یي کړئ