د کندهار شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې د ۳ پولیس سرتېرو ژوند واخیست او د ملکي کسانو په ګډون یې ۱۴ تنه نور ټپيان کړل.
د والي ویاند، بهیر احمدي وايي چې پېښه نن سهار(چهارشنبې د چنګاښ په ۱۸مه نېټه) شوې.
نوموړی زیاتوي چې د برید موخه د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ وې، خو بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې لومړي قراول کې یې موټر ته چاودنه ورکړې.
ښاغلی بهیر څرګندوي چې افغان ځواکونو د برید په تړاو معلومات درلودل:«بریدګر له چاوديدونکو موادو ډک موټر د امنيتي ځواکونو له لوري چې هڅه يې کوله امنيه قوماندانۍ او ولسوالۍ مخې ته چاودنه ورکړي د پوليسو له لورې ورباندې ډزې شوې او هدف ته تر رسيدو مخکي يي چاودنه کړي ده.»
هغه همداراز وايي د برید له کبله د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو ته زیان اوښتی دی.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.