Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار والي خپل د ګوښه کېدو خبر رد کړ

د کندهار والي زلمي ویسا طلوع نیوز سره په یوې تلېفوني اړیکه کې ویلي دا خبره بې بنسټه ده چې ګواکې ولسمشر له دندې ګوښه کړی دی.

ښاغلي ویسا زیاته کړه:«ما تراوسه له ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د «کوښه کېدو» کوم فرمان نه دی ترلاس کړی.»

ښاغلي ویسا څرګنده کړه  چې دا ګنګوسې په کندهار کې د حکومت د سیاسي مخالفینو دغونډې جوړونکو خپره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو سرچینو، د ولسمشر له خوا د کندهار د والي او د ملي امنیت د مشر له ګوښه کېدو خبرې کوي.

د کندهار والي وویل:«هغه کسان چې د حکومت پر وړاندې درېږي، موږ د هغوی مخنیوی کوو او دا زموږ مسوولیت دی.»

نوموړی وايي د غونډې جوړونکو دا کار ځکه کړی، چې دی د غونډې جوړونکو ځینو غوښتنو سره مخالف دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په خپل فېسبوک پاڼه کې د کندهار د والي ګوښه کول رد کړي دی.

له هغې وروسته لکه چې تېره ورځ کندهار ته د بلخ د والي عطا محمد نور او د ملي غورځنګ ګوند د سرپرست باتورخان دوستم د لېږد الوتکه پرې نه ښودل شوه چې کندهار ته الوتنه وکړي، په کندهار کې د حکومت د سیاسي مخالفینو غونډه سبا ته پاتې شوه. 

تمه کېده دغه غونډه د پنج شنبې پر ورځ جوړه شوې وای خو د «حضرت محمد ص » د میلاد په منظور جمعې ته وځنډوله.

دا په داسې حال کې ده چې له هغې یوه ورځ مخکې د افغانستان د ملي امنیت له خوا یوه لیک په خواله رسنیو کې خپور شو چې په هغه کې ګواښ کړل شوی وه چې طالبان هڅه کوي ترڅو هغه الوتکه چې سیاستوال لېږدوي، وچودوي.

د هېواد هوايي چلند ادارې په یوه خبر پاڼه کې ویلي، د شپې پرمهال د الوتنې لپاره د کمو امکاناتو اوپه کندهار ولایت کې د ناټو هوايي ځواک سره د نه همغږۍ له امله د دغې الوتنې مخنیوی شوی ځکه د شپې پرمهال په دغه هوايي ډګر کې پوځي تمرینونه ترسره کېږي.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې خبرپاڼه زیاتوي، هغه سیاستوال چې غوښتل يي کندهار ته ولاړ شي دوی ته يي قناعت نه دی ورکړی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال او د دغې غونډې کډون کوونکی همایون همایون، نن په یوې خبري غونډه کې په دې اړه وویل:«موږ حکومت ته جدي ګواښ کوو که‎چېرې تر ۱۲ ساعتونو ښاغلي نور ته اجازه د الوتنې اجازه ور نه کړي، د دغه کار پایله به ډېره بده وي. دا د ډموکراسۍ مرګ دی.»

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر هم په دې اړه څرګنده کړه:«داکټر صاحب غني، دویم متفکره، زړه دې چې سلا یې منې او که ګواښ او یا هم د یوه ملګري نصیحت. په ۱۲ ساعتونو کې خپل مېلمه په کندهار کې غواړو.»

په همدې اړه دغه سیاسون ټينګار کوي چې دوی د حکومت چپه کېدو هڅې نه کوي بلکې یوازې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

تر دې دمه د کندهار په غونډه کې رحمت الله نبیل، او انور الحق احدي کندهار ولایت ته تللي دي.

تمه کېږي دغه غونډه د جنرال عبدالرازق په کوربه توب ترسره شي.

شریک یي کړئ