د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږي کوونکي دفتر دوشنبې د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو اوونیزه خپره کړې ده او ویلي یې دي چې د روان کال له د جنوري میاشتې له لومړۍ څخه د اګسټ میاشتې تر ۲۱ پورې ۲۲۳ زره او ۷۸۴ تنه په افغانستان کې د کورنیو جګړو له کبله خپل کورونه پرېښي دي چې دا شمېر د تېر کال همدې مودې په پرتله ۱۱۰۰۰ تنه زیاتوالۍ ښيې.
په راپور کې راغلي دي چې کندز څخه ۲۸زره او ۲۶۱ تنه، له ننګرهار څخه ۲۷ زره او ۴۰۱ تنه او له ارزګان څخه ۱۷۰۶۲ تنه بې ځایه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا په جانيخيلو کې لاهم تاوتریخوالی دوام لري، د راپورونو له مخې په دې سیمه کې هم یو شمېر کسانو څو اوونۍ مخکې خپل کورونه پرېښې دي.
په روان زیږدیز کال کې ۱۱۹۹۰ تنه پې ځایه شوي پېژندل شوي دي چې یوازې ۵ سلنه یې ځای پر ځای شوي دي.
همداراز د فرایاب ولایت ګریزوان ولسوالۍ له کلیو څخه د وسلهوالو فعالیت له امله ۷۰۰ کسان د دې و لسوالۍ مرکز ته کډه شوي دي.
د لومړیو شمېرو له مخې یوازې د کندز ولایت له چهار درې ولسوالۍ څخه ۵۲۰۰ کسان د پرله پسې عملیاتو له امله د خپلو کورونو پریښودو اړ شوي دي.
کابو ۴۵۰ تنه د دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو څخه د تخار تالقانو او یا د کندز ښار ته کډه شوي دي.
په ټوله کې ۲۱۰۰ تنه بېځایه شوي کسان له بدخشان کندز او تخار څخه تالقانو ښار ته تلي دي.
د روان کال له جنوري میاشتې راهیسي د هېواد له شمال او شمال ختیځو سیمو څخه ۹۰۱۹۰ تنه چې ۴۰ سلنه بېځایه شوي جوړوي تائید شوي دي.
د بشرپاله مرستو دفتر ویلي دي:«د راپور پر مهال په ختیځو سیمو کې د کډوالو ځای پر ځای کېدل نه دي تائيد شوي.»
په ختیځو سیمو کې د روان کال ۱۶ سلنه بېځایه شوي چې ۳۷ زره او ۷۰۸ تنه کېږي څېړل شوي دي.
په سویلي سیمو لکه ارزګان او زابل کې هم پوځي عملیات د یو شمېر کسانو بېځایه کېدو لامل شوی دی.
خو اوسمهال د هېواد په سویل او سویل ختیځ کې ۵۱۷۳۱ تنه بېځایه شوي دي چې ۲۳ سلنه بې ځایه شوي جوړوي.
په لویدیځو سیمو کې د بېځایه شویو راپور نه دی ورکړی شوی. په ټوله کې ۳۳۲۵۵ تنه لویدیځ کې بېځایه شوي شته چې ۱۵ سلنه جوړوي.
په دې سربېره کابو ۴۱۰۰۰ تنه بي اسناده راستانه شوي له نورو هېوادونو څخه دي چې یو شمېر یې د مرستو فورم ترلاسه کړی دی.