Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه ۶۷۰ مېلیونه افغانۍ جریمه شول

د امریکا د دفاع وزارت په یوه رپوټ کې راغلي چې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د ادار فساد او همدارنګه د کمزوري مدیریت له امله، د څه باندې ۶۷۰ مېلیونه افغانۍ جریمه شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت په دغه رپوټ کې چې د دغه هېواد د کانګرس ته یې استولی راغلي چې دغه جریمې د ملي پوځ د الوتکو د ناوړه استفادې او همدارنګه د ځانګړو ځواکونو د ناوړه استفادې له امله وضع شوې دي.

د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي:«د افغانستان ځانګړو امنیتي ځواکونو ښه روزنه لیدلې او سمبال شوي ترڅو د ستر کړکېچ او خطرونو په وخت کې عملیات ترسره کړي. خو دغه ځواکونه د اوږدمهال لپاره په یوې سیمې کې مېشت شوي او پوځ قومندانان د هغوی د مرستې لپاره د اضافي ځواکونو له استولو ډډه کړې. په ځنډ سره د دغو ځواکونو ځای پر ځای کېدل، د دغو ځواکونو د چمتووالي د کموالي لامل شوی او له دغو ځواکونو ناوړه استفاده د سږکال په اوړي کې د دغو ځواکونو په یرغلي عملیاتو کې کموالی راوستی او د دغه کار دوام کولای شي چې په راتلوونکي کې د طالبانو په وړاندې عملیاتو کې ننګونه رامنځته کړي.»

په دغه رپوټ کې ویل شوي، د افغانستان دفاع وزارت له الوتکو نه د ناوړه استفادې له امله هم جریمه شوی او دغه جریمې د ناوړه استفادو د کموالي لپاره ګټورې دي.

ملي دفاع وزارت په دې اړه څه نه وايي خو د کورنیو چارو وزارت د امریکا د دفاع وزارت دغه ادعا نه مني.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې له فساد سره مبارزه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

در یک گزارش وزارت دفاع امریکا برای کانگرس این کشور آمده است که وزارت‌های دفاع و داخلۀ افغانستان ازبهر ضعف مدیریتی، فساد، سواستفاده از هواپیماها، سواستفاده از تأسیسات مربوط به زنان و موارد دیگر بیشتر از ۶۷۰ میلیون افغانی جریمه شده‌اند.

شریک یي کړئ