Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کونړ اوسېدونکي د اختر په ورځو کې اوربند غواړي

د کوچني اختر د رارسېدو په درشل کې، د هېواد په ختیځ کې د کونړ ولایت قومي مشران او دیني عالمان او نور اوسېدونکي نن (یکشنبې د غبرګولي په ۱۲مه) په یوې غونډه کې د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد کې سره راټول شوي دي او له طالبانو غواړ چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

دوی له طالبانو غواړي چې د اختر په شپو او ورځو کې دې اوربند اعلان او له جګړې لاس واخلي چې افغان وژنه پای ته ورسېږي. 

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي چې له جګړې ستړي شوي او نه غواړي چې نور په هېواد کې وینه تویه شي.

د ګونړ اوسېدونکی اسماعیل منیب په دې اړه وویل:«طالبان ولې اوربند نه کوي؟ ځکه چې پر هغوی د بهرنیو هېوادونو فشارونه زیات دي. خو که‎چېرې ځان د افغانستان د ملت جز وبولي باید د ملت غږ واوري.»

په ورته وخت کې د غونډې کډونوالو بهرني هېوادونه تورن کړل چې د افغان سولې په تړاو صادق نه دي او دوی په افغانستان کې روانه جګړه روانه ساتي ترڅو دوی خپلو موخو ته ورسېږي. 

کونړ مېشتی دیني عالم عبدالرحمان په دې اړه وویل:«روسیه خپله ونډه غواړي، چین خپله او همدارنګه ایران، پاکستان او امریکا هم خو د دغو جګړو قربانیان افغانان دي؛ فرقي نه کوي چې طالب دی او که دولت.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پيغام کې، په هېواد کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي طالبان به تر هغې جګړې ته دوام ورکړي ترڅو چې خپلو موخو ته نه وي رسېدلي.

له دې ټولو سره د کونړ ولایت ځايي چارواکي ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونو د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت ټينګښت لپاره ځانګړي تابیاوې نیولې دي.

د کونړ اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د اختر په شپو او ورځو کې دې اوربند اعلان او افغان وژنه دې پای ته ورسوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه