Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۳پاکستانیانو په ګډون هلمند کې د ۱۰ ترهګرو وژل کېدل

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره (نن شنبې د کب۱۹مه) وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې هلمند ولایت کې ترسره شوي لس تنه ترهګر وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو ترهګرو کې درې تنه پاکستاني هم شامل دي.

د افغان ځواکونو دا پوځي عملیات د لشکرګاه ښار په خشک‎اوبه سیمه کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه خبر ورکوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسل‎ه‎والو پټن‎ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې خبرپاڼه د پکتیا په زیړوک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو خبر ورکوي چې په ترڅ کې یې د وسله‎والو د وسلو یوه زېرمه د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.

خبرپاڼې په دې اړه جزئيات نه دي وکړي.

د ملي امنیت خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې دیارلس وسله‎وال ټپيان دي او اته نور نیول شوي هم دي

شریک یي کړئ