روسیې د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د اوربند د غځولو هرکلی کړی او په افغانستان کې روانه جګړه یې ورور وژنه بللې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ(دوشنبې د غبرګولي۲۸مه)په یوه اعلامیه کې ویلي:«د حکومت د اوربند په اعلان کې مهم ټکی دا وو چې د داعش په څېر افغانستان کې فعالې نړیوالې تروریستي ډلې دې اوربند کې شاملې نه دي.»
د روسیې بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې د افغان حکومت تازه نوښت به د افغان کشالې سوله ییز حل او پرې خبرو اترو ته لار خلاصه کړي.
په همدې حال کې ایران هم د افغانستان د اوربند څخه هرکلی کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام قاسمي څرګنده کړې ده:«هیله ده چې افغانستان کې اوربند وکولی شي افغانسان کې د سولې خبرو اترو او د دې هېواد د ارامۍ لامل شي.»
کابل کې د ایران سفارت لخوا رسنیو ته د ښاغلي بهرامي له قوله په استول شوي پیغام کې له دواړو خواوو اوربند ته پر ژمن پاتې کېدو ټینګار کړی دی.
د ده لخوا په استول شوي پیغام کې راغلي دي:«نوموړی پر اوربند د افغانستان دولت او طالبانو ژمن پاتې کېدو خوښ دی او د اختر په ورځو کې د مؤقت اوربند څخه هرکلی کوي او د هغې د اوږدېدو غوښتنه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت طالبانو سره اعلان کړی اوربند د نامعلومې مودې لپاره غځولی خو طالبانو بیا خپل درې ورځنی اوربند تمدید نه کړ.