ولسمشر غني د خبریالانو پر ملاتړ ټينګار کوي، چې باید د بیمه کولو لپاره يې اقدام وشي.
ښاغلي غني نن (سهشنبه، د تلې ۲۴مه) د خبریالانو د ملاتړ صندوق پرانیسته کې وویل: «اوس نو هغه وخت دی چې باید زموږ د خبریالانو د بیمې لپاره اقدام وشي.»
د ولسمشر په وینا د رسنوالو د ډېری قربانیانو کورنۍ له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي: «هیله ده د صندوق عمده پام د شهیدانو کورنیو ته وي، د رسنیو د شهیدانو ډېری کورنۍ په بد مالي وضعیت کې دي او اړینه ده چې هغوی ته یو واضح پیغام ورکړل شي، چې د دوی د شهیدانو قربانۍ زموږ له یاده نه وځي.»
ولسمشر اطلاعاتو ته د لاسرسي پر څرنګوالي هم خبرې وکړې، هغه له خبریالانو سره نه همکاري د قانون خلاف کار وګاڼه: «له قانونه سرغړونه او له څېړونکو او څېړونکو ژورنالیستانو سره نه همکاري د قانون خلاف دي.»
ښاغلي غني د خپلو خبرو په اوږدو کې د سولې د خبرو اترو پر څرنګوالي هم وغږېدي، هغه وویل د سولې په اړه باید اجماع ته رسېدلی شو، خو د سولې د قېمت په اړه باید خبرې وشي: «پر سوله باید یوې اجماع ته ورسېږو، دا چې سوله اړینه ده، ټول ملت پرې اجماع لري، مګر دا چې د سولې بهیر څومره قرباني غواړي، باید بحث پرې وشي.»
ولسمشر غني په داسې حال کې د سولې د ارزښت په اړه خبرې کوي چې په دې وروستیو کې طالب استازو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په قطر کې خبرې کړې، ویل کېږي چې هلته سولې ته د رسېدو په اړه خبرې اترې شوې.