د مصالحې په عالي شورا کې سرچینه وایي چې له درېیو میاشتو وروسته بالاخره ارګ او سپېدارماڼۍ د مصالحې د عالي شورا د مشرتابه د غړو او مرستیالانو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر، حاجي دین محمد، عطاالرحمان سلیم او یوه ښځه د دې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د ملي مصالحې عالي شورا به شپږ مرستیالان ولري چې دوه تنه به یې د ولسمشر له خوا غوره شي.
د هغې سیاسي هوکړې پربنسټ چې کابو درې میاشتې مخکې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شو، د ملي مصالحې عالي شورا باید پنځه مرستیالان ولري - چې دوه تنه یې په ټاکنیزو سیالیو کې د ښاغلي عبدالله مرستیالان دي.
بلخوا د مصالحې عالي شورا په رسمي توګه په دې تړاو څه نه وایي.
د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون په دې اړه څرګنده کړه:«د مرستیالانو په برخه کې د یوې مېرمنې او نورو مرستیالان صاحبانو حضور او د مشرتابه په برخه کې د ټولنې له ټولو برخو، سیاسي مشرانو، مدني ټولنې، د ښځو حضور، د جګړې ځوان قربانیان او لږکي ټول حضور لري.»
بل خوا د هېواد یوه سیاسي څېره اسماعیل خان د مصالحې په عالي شورا کې د ښاغلي عبدالله رول ننداریز بولي او وایي چې د مصالحې د عالي شورا له جوړېدو سره سره د سولې په تړاو پرېکړې د ارګ او سپېدار تر منځ وېشل شوې دي.
ښاغلی اسماعیل خان زیاتوي:«نه یوازې په خپله حکومت په دوه برخو وېشل شوی هم د مصالحې ریاست او هم جمهوري ریاست دوه مرکزونه لري چې ځان د پرېکړو مستحق ګڼي.»
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت ګوند رییس سید اسحاق ګیلاني هم څرګندوي:«دواړو ډاکټر صاحبانو ډېر وخت ضایع کړ، په دې درېیو میاشتو کې ډېرې بدبختیانې رامنځه شوې او خلک ووژل شول مسوولیت یې د همدغو دوو تنو په غاړه دی.»
سرچینې وایي چې د مصالحې د عالي شورا د مشرتابه په کمېټه کې د غړیتوب لپاره له ځينو سیاسي مشرانو سره د دې شورا سلا مشورې روانې دي.
د ارګ او سپیدار په هوکړه لیک کې چې شاوخوا درې میاشتې یې له لاسلیک کېدو تېرېږي، د مصالحې عالي شورا له طالبانو سره د سولې بهیر مشرۍ کوونکې بلل کېږي؛ خو نیوکې دا دي چې د سولې په بهیر کې د دې شورا د ونډې له په پام کې نیولو سربېره عبدالله د دې شورا د غړو په معرفي کولو کې ناتوانه دی.