Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سولې عالي شورا: شونې ده لویه مشورتي جرګه له ځنډ سره جوړه شي

د سولې عالي شورا وايي چې د لویې مشورتي جرګې د ترسراوي د ځنډ غوراوییز د دغه بنسټ پر مېز دی، خو تراوسه په دې اړه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده.

دغه بنسټ، د دغې جرګې احتمالي ځنډېدلو لامل د هوا نامناسبوالی او همدارنګه د ژمي سوړوالی ښيي او وايي که‎چېرې د ژمني سوړوالی همدا شان دوام وکړي، د هېواد له ګوټ کوټ په ځانګړې توګه له غرنیو سمیو څخه ګډون کوونکي به ونه شي کړای چې دغې جرګې ته حضور پیدا کړي. 

له دې مخکې د سولې عالي شورا ویلي وو چې ټاکل شوط دا جرګه د کب له ۲۶ تر ۲۹ مې ترسره شي او په هغه کې به له ټول هېواده کابو دوه تر څلور زره ګډون وکړي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري په دې اړه وویل:«لومړی وکړای شو په دې نېټه ترسره کړو، که‎چېرې ونه کړای شو په دغې جرګه کې په اعلان شوې نېټې د خلکو ټول شمولیت یقیني کړو، له هغې وروسته څېړل کېږي او نوې نېټه اعلان کېږي.»

په داسې حال کې چې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو لپاره دوه اوونۍ وخت پاتې دی، اوس د سولې عالي شورا وايي، کېدای شي دا جرګه په خپل وخت و نه شي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري زیاتوي:«د هغه پالیسۍ په حد کې چې د لویې مشورتي جرګې د ترسراوي په کمېسیون پورې اړونده ده،د فرمان له لاسلیک وروسته دغه کمېسیون مجلس جوړوي او تصویب ته اړتیا لري چې له هغه ځایه تېرېږي او په تخینکي او د لویې جرګې د ترسراوي په برخه کې ټول چمتووالی نیول شوی دی.»

ولسمشر غني نږدې شل ورځې وړاندې د سولې عالي شورا د درالانشا ريیس ته امر وکړ چې د سولې لپاره مشورتي لویه جرګه جوړه کړي، څو د سولې خبرو کې سرې کرښې ډاګیزه کړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې اړه وویل:« دارالانشا د سولې مشورتي لویې جرګې ټولې برخې له هغې ډلې له لوجیستکي او مهالي پلوه ارزوي څو د ټولنې ټولې طبقې وکړای شي په دغې جرګه کې ګډون وکړي، ترسره شي، کره نېټه به د هغوی له لوري اعلان شي.»

یو شمېر شنوونکي بیا په دې اند دي چې سیاسي ستونزې ښايي د دې سبب شي چې مشورتي لویه جرګه په خپل وخت جوړه نه شي.

د ولسي جرګې غړی سیدعلي کاظمي وايي:«دا سیاسي ملاحظې دي چې زه په خپله هم د دغه بحث پلوی یم. د دغې جرګې ترسراوی ډېرې مشورې ته اړتیا لري، له بېلابېلو قومونو او بهیرونو سره.»

ټاکل شوې ده چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د درې ورځو لپاره کابل کې وشي او په کې له ټول هېواد څخه نږدې دوه زره تنه ګډون وکړي.

شریک یي کړئ