Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولتنبرګ: هېڅ هېواد باید طالبانو ته پټن‎ځای ور نه کړي

د شمالي اتلانتیک سازمان تړون یا د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي د ناټو او امریکا چارواکو په پاکستان کې د ترهګرو د پټن‎ځایونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره په نېغه خبرې کړي دي.

د ناټو سرمنشي زیاتوي چې راتلونکو میاشتو کې به افغانستان ته نور سرتېري هم واستوي.

هغه وايي د افغانستان جګړه، د نړیوالۍ ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ده.

افغانستان د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې له درېیو یوه مهمه موضوع ده چې د چهارشنبې په ورځ به په بروکسل کې پرې بحث وشي.

د ناټو عمومي منشي له دغې ناستې مخکې وايي دا سازمان به افغانستان ته لازیات ځواکونه ولېږي چې نیمايي امریکايي او نیم نور به د ناټو پوځیان وي، خو کره شمېر یې نه روښانه کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:«امریکا د سوېلي اسیا په اړه د خپلې نوې تګلارې د یوې برخې په توګه د افغانستان په وړاندې ډېرې ژمنې لري، په راتلونکو میاشتو کې به زموږ متحدین او همکاران لازیات پوځیان دغه هېواد ته ولېږي ترڅو د ترهګرۍ په وړاندې د افغانستان له مبارزې او همداراز په دغه هېواد کې د سولې او پخلاینې له هڅو ملاتړ وکړي.»

د ناټو سرمنشي په پاکستان کې د وسله والو د مرکزونو د له‎منځه وړلو لپاره پر نوموړي هېواد د دې سازمان د فشارونو په اړه وايي دا موضوع د ناټو او امریکايي چارواکو لخوا له پاکستانیانو سره شریکه شوې ده.

هغه زیاته کړه:«هېڅ هېواد باید طالبانو او نورو ترهګرو ته پناه ورنه‎کړي ځکه دا کار له ترهګرۍ سره مبارزه له ستونزو سره مخ کوي.»

ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې په یوه ناسته کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د رالېږلو په اړه پرېکړه وکړي.

خو روښانه نه ده چې په سوېلي اسیا کې د امریکا د نوې تګلارې له مخې د بهرنیو ځواکونو زیاتوالی به په هېواد کې جګړه پای ته ورسوي که نه؟

شریک یي کړئ