د هېواد پخوانی جهادي مشر، عبدرب الرسول سیاف سعودې عربستان ته د دې هېواد له چارواکو سره د لیدنې په موخه تلی دی.
ښاغلي سیاف ته نېږدې سرچینې څرګندوي چې نوموړی تېره ورځ (جمعه د سلواغې۲۰مه) تلی او د خبرو اترو موخه یې له ترهګرۍ سره مبارزې او په اسلامي نړۍ کې یاده ښکارنده ده.
ټاکل شوې ده چې په دې لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي نړۍ ونډې په اړه ټینګار وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال نومبر په میاشت کې د سعودي عربستان شهزاده، محمد بن سلمان د ځمکې له سره د ترهګرۍ د پاکولو ژمنه کړې وه.
نوموړي دا خبرې د ترهګرۍ ضد ټولنې په لومړۍ ناسته کې د ۴۰ هېوادونو استازو ته کړې وې.
بن سلمان چې د سعودي عربستان دفاع وزیر هم دی زیاته کړې وه:«په تېرو کلونو کې ترهګري زموږ ټولو په هېوادونو کې همغږې شوې ده او موږ به یې له منځه یوسو.»
دا ټولنه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د بن سلمان په ملاتړ اعلان شوه.