Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیدحامد ګیلاني په پاکستان کې د طالبانو له استازو سره لیدلي

د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني له دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو مشران په افغانستان کې دي نه پاکستان کې، خو اوس هغه په پاکستان کې د طالبانو له یوې ډلې سره لیدلي دي.

د سرچینو پر وینا، دا لیدنه د طالبانو د هغې ډلې له پلاوي سره شوې  چې په قطر کې د طالبانو د دفتر  استازيتوب کوي.

دوه طالب مشرانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي سید حامد ګیلاني د ملا عمر له زوی، شهاب الدین دلاور او جان محمد مدني سره لیدنه کړې ده.

 تر دې دمه د دغې لیدنې جزییات نه دي خپاره شوي خو تر دې وړاندې ګیلاني ویلي وو غواړي د افغان حکومت او طالبانو په سوله کې منځګړیتوب وکړي.

تر دې دمه طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، د ولسمشر دوه سلاکارانو او د طالبانو څلور تنو غړو چې ځان یې د طالبانو استازي معرفي کړي وو، په ترکیه کې لیدنه وکړه.

خو حکومت او همدارنګه طالبانو ویلي دي چې په دغې غونډه کې ګډون کوونکي، د هغوی استازي نه دي.

شریک یي کړئ