سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی څارونکې ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۵ کال له وروستیو او د ۲۰۱۶ زیږدیز کال تر اګسټه تر خپلې ولکې لاندې د ۹ سلنې سیمو کنټرول له لاسه ورکړی دی.
د دغه رپوت موندنې ښيي چې د ۲۰۱۵ کال تر نومبر پورې افغان امنیتي ځواکونه د ولسوالیو ۷۲ سلنه حاکمیت درلود؛په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال د اګسټ په ۲۸ مه دغه شمېر ۶۳،۴ سلنې ته کموالی موندلی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ،له بېلابېلو ترهګرو ډلو سره د افغانستان په ۱۵ کلنې جګړه کې د امریکا ۲۲۴۷ سرتېري د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې وژل شوي او څه باندې ۲۰ زره نور یې ټپيان شوي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارګرې ادارې مشر جان سوپکو وايي چې د افغان حکومت د مخالفو ډلو شمېر هغه مهال زیات شو چې افغان امنیتي ځواکونو د خپل هېواد مسؤولیت په غاړه واخیست.