د هېواد د پخواني پاچا امانالله خان زوی، شهزاده احسان الله په سویس کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
نوموړی تېره ورځ(جمعه د زمري۶مه) له د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې ولسمشر غني او مېرمن یې د شاه امان الله خان له لور سره په ټلیفوني اړیکه کې د هغې د ورور د مړینې له امله ډاډګېرنه وړاندې کړې ده.
امانالله خان د افغانستان پوه او د پرمختګغوښتونکي پادشاه په توګه یادیږي، نوموړی د خپلې دورې پرمهال د لویو اصلاحاتو او پرمختګونو لامل شو.
نوموړی د ۱۹۶۰ زیږدیز کال د پریل په ۲۵مه د سویس په زوریخ کې ومړ.