د بغلان ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې وروستۍ امنیتي پوسته ونیوله.
د بغلان د ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش د دغې خبر په تایید سره ګواښ کړی دی چې د پلخمري ښار هم د طالبانو له خوا د پرځېدو له خطر سره مخامخ دی.
هغه زیاته کړه چې په ډنډغوري ولسوالۍ کې د جمعې په مازدیګر د وروستۍ امنیتي پوستې له نسکورېدو سره زښت زیات شمېر مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د بغلان د ولایتي شوار دغه غړی زیاتوي چې تراوسه مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي نه دي.
له دې وړاندې قومي مشرانو هم د دغه ولایت د څو ولسوالیو د احتمالي نسکورېدو ګواښ کړی وه.
په څو وروستیو میاشتو کې طالب بلواګرو خپلو ترهګریزو بریدونه ته د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیاتوالی وکړی دی او همدارنګه د امنیتي ځواکونو پوستې په نښه کوي او د څو ولسوالیو اداره یې ترلاسه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه