د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې طالبانو په وروستي مورد کې د دغه ولایت مرکز پل عمل ته نېږدې دوه ښوونځي سوځولي دي.
د دغو دوو ښوونځيو له سوځولو مخکې طالبانو په دغه ولایت کې ۷۵ نور ښوونځي تړلي وو.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، اوس دغو دواړو ښوونځیو کې یو لوی شمېر کتابونه، مېزونه او څوکیو سره خاورې ایرې شوې دي.
د لوګر ځايي چارواکي دا هم وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې د لوګر د محمد اغې او پل علم په شمول ۷۵ ښوونځي تړلي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وايي:«ځينو وسلهوالو کسانو د لوګر په مرکز د شولک په کلي کې د نجونو او هلکانو یو ابتداییه ښوونځی سوځولی. په دغې پېښه کې ۸ درسي ټولګي، دوه ادارې او یوه تحویل خانه د مېز او څوکیو په ګډون دروازې او کړکۍ سوځېدلي دي.»
مسوول چارواکي وايي، د څلورنیم میاشتنیو ازموینو په دې شپو ورځو کې یوازې د محمد اغې ولسوالۍ ۱۵ زره زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.
د لوګر یو تن اوسېدونکي وویل:«په دې وورستیو کې د پوهنې په وړاندې ډېرې ستونزې رامنځته شوي او زموږ ښوونځي تړل او سوځول شوي؛ ډېره جدي ستونزه ده.»
د لوګر ولایتي شورا وايي، طالبانو دا ښوونځي وروسته له هغې تړلي دي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په وړاندې د دولتي ځواکونو شپني عملیات زیات شول.
د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عدالت عبدالرحیم زی څرګنده وي:«له قومي مشرانو سره مو اړیکه ونیوله او هغوی مو ولایتي شورا ته راوبلل او د دغې ستونزې د حل لپاره مو له هغوی مرسته وغوښته چې هغوی ولاړ شي او له طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو دغې ستونزې ته حل لاره پیدا شي.»
بلخوا طالبانو تر اوسه لوګر کې د ښوونځیو د تړلو په اړه د ځايي چارواکو ادعاوې نه دي منلي.