Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: اکثریت افغانان د سولې غوښتونکي دي

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې د کران موڼټانا په دېرشمې کلنۍ غونډه کې په وینا کې وویل چې په وروستیو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې جګړې دوام درلود او ډېری افغانان د سولې غوښتونکي دي. 

هغه زیاته کړه:«په راتلوونکو میاشتو کې د ټاکنو په لور ځو او هیله لرو چې رڼې، عادلانه او اعتبار لرونکې ټاکنې ولرو. اجراییه رییس په خپلو ویناو کې ټینګار وکړ چې خلک په هېواد کې له ډیموکراټيک بهیره ملاتړ کوي او په دې روحیې له ترهګرو سره په جګړ دي.»

اجراییه رییس د سولې او سولې ته د رسېدو د هڅو په اړه هم اشاره وکړه:«په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د دوست هېوادونو هڅې دوام لري. هیله ده چې دا هڅې پایله ولري او موږ هم د سولې دټينګښت شاهد واوسو.»

اجراییه رییس همدارنګه په خپلو څرګندونو کې له افغانستان سره د ملګرو هېوادونو او همدارنګه نړیوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه او د ګډو همکاریو د دوام غوښتونکي شول.

هغه وویل:«غواړم ټینګار وکړ چې سولې، ټیکاو او پراختیا ته لاسرسۍ، چې د دغې غونډې اصلي شعار دی د هېوادونو ترمنځ درک او متقابل احترام ته اړتیا لري. زموږ په نړۍ نرمۍ او اجماع ته رسېدل یو فضلیت او اړتیا ده.»

شریک یي کړئ