Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: د ملکي مرګ‎ژوبلې په اړه کړنلاره جوړوو

د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله سویس کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې د بشري حقونو ترپښو لاندې کولو څېړلو باندې ټينګار وکړ.

د هېواد اجرائیه رئیس په ژنیو ښار کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا عمومي غونډې ته په وینا کې پر نړیوالو غږ کړی له تاوتریخوالي سره په مقابله کې بوخت افغانستان سره لازیاتې مرستې وکړي.

هغه وايي افغان ځواکونه له داسې ترهګرو سره په جګړه بوخت دي چې د هغه په وینا په څو هیوادونو کې پټنځایونه لري. ده زیاته کړې:«زموږ میړني امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۵ کال راهیسې تقریبا په بشپړه توګه له هیواده د دفاع او له ترهګرو او هغو وسله والو ډلو سره چې له هیواده بهر په تیره بیا پاکستان کې پټنځایونه لري د مبارزې مسوولیت پرغاړه لري.»

په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما وروستي رپوټ کې راغلي ۱۷ سلنه دا تلفات د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اوښتي.

که څه هم ملي دفاع وزارت دا ادعا نه مني خو اجراییه ریس د ملکي تلفاتو د راکمولو د هڅو خبره کوي. عبدالله وايي:«ملکي خلکو ته د زیان د مخنیوي پر تګلاره کار روان دی او ډیر زر به ځانګړې لارښونې برابرې شي چې د ځمکنیو عملیاتو په لړ کې ملکي خلکو او د دوی ملکیتونو ته د زیان رسیدو مخنیوی وشي.»

له بلې خوا د ملګروملتو عمومي منشي له نړۍ غواړي چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره لازیات کار وکړي.

دناټو لوی منشي، انتونیو ګوترش زیاتوي:«که په تیرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې بشري حقونو ته پام وکړو، میلیونونه کسان به خوندي شي، له همدې امله د ملګروملتو له غړو هیوادونو غواړو فکر وکړي څرنګه د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو سازمان له اقداماتو ملاتړ وکړي.»

د ملګروملتو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغانستان ترڅنګ په سوریه کې هم پر ملکي تلفاتو نیوکه وشوه او د ملګروملتو سازمان عمومي منشي د نوموړي هیواد وضعیت د ځمکې پرمخ دوزخ بولي.

اجرائيه رئيس، عبدالله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو بنسټ شورا اوه دېرشمې ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ

شریک یي کړئ