د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله اسوشیټډ پرس خبرې آژانس سره د مرکې پرمهال ویلي، که طالبان له تاوتریخوالیو لاس واخلي، نو کولی شي چې په سیاسي بهیر کې ونډه واخلي.
ده وړاندې ویلي دي چې وسلهوال طالبان په هغه صورت کې په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کي ګډون کولای شي چې نور تاوتریخوالی پرېږدي.
عبدالله ویلي دي:«کله چې دوی سیاسي بهیر ته راغلل، له تاوتریخوالي یې لاس واخیست، له ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې پرې کړې، نو کولی شي چې د سیاسي بهیر یوه برخه ووسي، که خلکو دوی(طالبانو) ته رایه ورکړه، نو کولی شي د خلکو استازي ووسي. نو کولی شي د افغانستان د خلکو استازېتوب وکړي.»
اجراییه رییس وړاندې ویلي دي:«زما اندېښنه دا ده چې دوی پوهیږي چې ټاکنې سمې دي، ښایې دا فرصت ونه لري، ځکه د افغانستان خلک طالبانیزم نه خوښوي.»
نوموړي که څه هم له وسلهوالو طالبانو د خبرو اترو پلوي کړې، خو تینګار کوي چي د سولي روانو خبرو کي باید لاسته راوړنې وساتل شي.
ښاغلی عبدالله همداراز په افغانستان له وسلهالو طالبانو سره د اوربند رامنځته کولو په برخه کي د امریکا متحده ایالاتو له هڅو ملاتړ کړی دی:«اوربند مهم دی، نو پایله کې باید چې اوربند د سولې لامل شي. یوازې اوربند به د حل لاره نه وي، خو کولی شي چې د سولې یوه برخه ووسي.»
عبدالله زیاتوي په افغانستان کي د جګړې د ختمېدو یوازیني لاره خبري اتري دي.