د ولسي جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکزي مړی نن (یکشنبې د وري په ۴ مه) کابل کې د ملي شورا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
عبیدالله بارکزی تېره ورځ له غرمې وروسته په کندهار کې د مخپتو وسلهوالو له خوا ووژل شو.
عبیدالله بارکزي په تېرو پنځلس کلونو خپل پنځه اولادنه له لاسه ورکړي وو او اوس خپله هم هېواد کې د نا امنۍ قرباني شو.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار په دې اړه وویل:«له بده مرغه د هېڅ دوسیې عاملان د خپلو کړنو په سزا نه دي رسېدلي، زه هیله لرم چې دولت دې نن پرېکړه وکړي او د دې پېښې عاملان په ګوته او په سزا یې ورسوي.»
د عبیدالله بارکزي یو زوی چې اسماعیل بارکزی نومېږي د ملي پوځ افسر دی او د هغه بل زوی حضرت شاه څرګندوي چې تېرو کلونو کې یې د کورنۍ نږدې دېرش غړي وژل شوي، یا ټپیان دي، خو ژمنه کوي چې له خپلو یوولس وروڼو سره به د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
د عبیدالله بارکزي بل زوی حضرت شاه هم څرګندوي:«زما له پلار څخه په عمر لوړ مشران کله چې ځوانۍ ته رسېدلي دي، په خدای مرګ نه دي مړه، په کوم مرض او په کومه تبه نه دي مړه شوي، مطلقاً شهیدان شوي دي.»
د عبیدالله بارکزي زوی اسماعیل بارکزی وايي:«په افغانستان کې د ورځې په سلو کورنیو غم وي همدا شان پر موږ هم غم دی، موږ پر دې افتخار کوو.»
د ملي شورا له شلو زیات غړي چې دې شورا په هدیره کې خاورو ته سپارل شوي، نږدې نوي سلنه یې په ترهګریزو پېښو کې وژل شوي دي.