د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وايي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د غازو د لېږد «ټاپي» پروژې په پرانیستغونډه کې د ګډون اجازه نه وه راکړل شوې.
د ټاپي پروژې کار څلور ورځې وړاندې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او د پاکستان لومړي وزیر او د هند د استازي له حضور سره پیل شو.
ښاغلی عثماني وايي چې د ټاپي پروژې د لاسلیک لپاره یې نوم د اوبو او برېښنا وزارت د اوه کسیز پلاوي په ترکیب کې ځای پر ځای شوی وه ترڅو هرات ته ولاړ شي، خو د نامالومه علت له امله، هلته د تګ او د پروژې د لاسلیک اجازه ورنه کړل شوه.
هغه په دې اړه وویل:«په ټاپي پروژه کې تر وروستۍ ورځ ټاکل شوې وه چې اوسه تنه په څو ګروپونو کې هرات ته ولاړ شي، خو په په وروستۍ ورځ موږ د ریاست دفتر له خوا وویل شول چې تاسې تلای نهشئ.»
له دې ټولو سره ښاغلی عثماني وايي چې د هغه لپاره د ټاپي پروژې عملي کېدل مهم دي:«موږ ته دا مهمه نه ده چې څوک یې لاسلیک کړي، بلکې دا مهمه ده چې د ټاپي پروژې برخلیک او د ټاپ پنځه سوه کرښه دی چې باید عملي شي.»
د اوبو او برېښنا وزیر وايي چې په دغه وزارت کې د خپلو واکونو له کموالي سره مخ دی.
هغه همدارنګه د هغو کسانو نوم نه اخلي چې د دغه وزارت واکونه یې محدود کړي دي، خو وايي چې ځینې چارواکي د دغه وزارت تړونونه لاسلیک کوي.