د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس، عطامحمد نور له خلکو غواړي چې د ولسوالیو او ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو پراخ ګډون وکړي.
نوموړی وایي چې په تېرو شپږو ورځو کې په بلخ ولایت کې ۳۵۰۰ کسانو د رایي ورکولو لپاره نوم لیکنه کړي او دا دخلکو د کمرنګه حضور څرګندونه کوي.
عطا وړاندې وویل:«کابو شپږو زرو کسانو تذکره اخیستې ده. په بلخ ولایت کې درې تر درې نیم میلیونه نفوس دی او د رایو ورکوونې مرکزونو ته د درې نیم زره کسان تللي دي چې دا ډېر کم شمېر ښکاره کوي.»
دی همداراز وايي چې د ټاکنو خپواک کمېسیون خلکو ته اړین پوهاوی نه دی ورکړی.
همداراز له خکو غواړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي:«له ټولو خلکو غوښتنه کوم چې خپلې تذکرې واخلي او ټاکنو کې ګډون وکړي او رایو مرکزونو ته لاړ شي نوم لیکنه وکړي.»
په همدې حال کې د بلخ ولایت اوسېدونکي هم د ټاکنو لپاره نوم لیکنه اړینه بولي او وايي چې د وړ کسان باید نوم لیکنه وکړي.
د بلخ اوسېدونکی، سیدمصطفی څرګندوي:«خلک باید رایو ورکوونې مرکزونو ته ولاړ شي او نومونه ولري او دا حق باید له خپله لاسه ورنکړي.»
بله اوسېدونکې، مسکا زیاتوي:«موږ کولی شو چې یوې رایې سره خپل برخلیک وټاکو چې زموږ پر ژوند اغېزه کوي.»
جان اغا هم د مزارشریف اوسېدونکی دی او وايي:«که مو د رایې ورکړې لپاره تذکره وانخلو نو په خپل حق کې مو جفا کړې ده.»
د یادونې وړ ده چې د رایې ورکړې لپاره د نوملیکنې مرکزونه د نارینه او ښځېنهو لپاره جلا ځایونه لري او د پېژندپاڼې درلود او څوک چې تر۱۸ کلونو پوره عمر ولري، د نوملیکنې شرایط دي. هغه کسان چې په کوم ځای کې نوملیکنه کوي په هماغه ځای کې رایه ورکولی شي.