Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان افغانستان کې مؤقت حکومت احتمالي حل لار بللې

د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان په افغانستان کې موخې ته د سولې د خبرو رسېدو او همداراز د ستونزو احتمالي حل لار، د مؤقت حکومت رامنځته کول بولي.

عمران خان همداراز افغان حکومت له بندون سره د سولې خبرو اترو په مخامخ کولو تورنوي او زیاتوي چې د مؤقت حکومت رامنځته کېدل به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د بندون له منځه وړو لامل شي.

د پاکستان لومړی وزیر اکسپرس تربیون خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان حکومت د سولې خبرو پر وړاندې خنډ دی، ځکه دوی د کابل او طالبانو ترمنځ خبرې غواړي.

هغه څرګندوي چې د افغانستان حکومت د نیوکو له کبله یې د طالب استازو سره یوه ناسته لغو کړې ده.

افغان حکومت تر اوسه د عمران خان دغو خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د ۱۳۹۷ کال د کب په ۲۴مه نېټه هم د قبایلو سیمو اوسېدونکو سره د افغانستان د سولې په اړه خپل نظریات شریک کړل.

عمران خان ویلي وو چې افغانستان کې به داسې یو نوي حکومت رامنځته شي چې ټول افغانان به په هغه کې ونډه ولري.

هغه مهال  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د پاکستان د سفارت استازی د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندولو په تړاو احضار کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي وو چې د پاکستان د سفارت له استازي به وپوښتل شي څو د عمران خان د څرګندونو په اړه توضیحات ورکړي.

ښاغلي احمدي څرګنده کړې وه چې افغان حکومت خپل سخت اعتراض د پاکستان حکومت ته وړاندې کړی او د عمران خان څرګندونې د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنه بولي.

عمران خان ویلي چې د افغانستان حکومت د نیوکو له کبله یې د طالب استازو سره یوه ناسته لغو کړې ده

شریک یي کړئ