د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي چې قطر کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د خبرو اترو زمینه پاکستان برابره کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر چې د پنجنشنبې په ورځ (د کب په ۹ مه) د پاکستان په پارلمان کې خبرې کولې وویل چې د لومړي ځل لپاره د خبرو اترو له لارې افغانستان کې د سولې فرصت رامنځته شوی دی.
عمران خان په دې اړه وویل:«دلته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه یوه مسله موجوده ده. د لومړي ځل لپاره د خبرو اترو له لارې افغانستان او پاکستان کې د سولې موکه رامنځته شوې. موږ ډېره هڅه کوو او دا زموږ د هڅې پایله ده چې اوس په قطر کې خبرې جریان لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو د درې وروځ لپاره (د کب له ۶ تر ۹ مې) په قطر کې ترسره شوې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد د دغې درې ورځینۍ غونډې له پای وروسته، په خپل ټوېټر پاڼه ولیکل چې دا خبرې اترې جوړونکې وې.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې کرار کرار خو پایداره ګام پورته کوي څو دواړه لوري یو بل ښه درک کړي څو بالاخره یوې تلپاتې سولې ته ورسېږو.
هغه زیاته کړه:«جوړونکې غونډې وې. موږ د یو بل درک په درشل کې کرار او پایداره ګام اخیستو او تلپاتې سولې ته تر رسېدو دوام ورکوو.»
د افغانستان لپاره ځانګړي استازي وویل چې ټاکل شوې ده دا خبرې اترې د شنبې په ورځ بېرته له سره پيل شي. د هغه په وینا په دې دوه ورځو کې مذاکره کوونکي لوري خپلې داخلي خبرې اترې به ولري.