Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمر داوودزی د افغان پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ځي

ټاکل شوې د سولې سیمه‎ییزې اجماع لپاره د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، محمد عمر داوودزی د یوه پلاوي په مشرۍ راتلونکې سې شنبې پاکستان ته ولاړ شي.

د سولې عالي شورا وايي چې دا پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د  بهیر په اړه خبرې وکړي.

د یادې شورا ویاند، سید احسان طاهري په دې اړه وايي:«(داوودزی) د پاکستان له لومړي وزیر او لوی درستیز سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کوي، او د پاکستان د سیاسي او مذهبي نامتو مشرانو سره چې د پاکستان په کورني او بهرني سیاست کې رول ولري د سولې په اړه به خبرې وکړي.»

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وايي چې اسلام آباد له انقرې سره د افغانستان د حالت پر بدلون خبرې کړې دي.

قریشي زیاتوي:«د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره مو ولیدل او د دې موکه مو پیدا کړه چې د افغانستان د حالاتو پر بدلون خبر وکړو او د دوی باور ترلاسه او د دوی وړاندیز واورو.»

له بلې خوا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هند له نړیوال ستراټېژیک چینل سره په مرکه کې وایي طالبان باید په مستقیمه توګه له افغان حکومت سره خبرې وکړې او سوله باید د افغانانو لخوا د هغې د منلو په شرط وي. «سوله باید مشروطه وي، ځکه افغانان باید هغه ومني، خو هغه اصل چې غواړو پرته له شرطه له دوی سره کښينو یو لوی ګام دی. دا هغه څه دي چې په تېرو وختونو کې میسر نه و، د وخت په تېرېدو سره ښایي چې دا فرصت تل موجود نه وي.»

په همدې حال کې اجراییه ریاست وايي چې ایران د طالبانو له استازو غوښتنه کړې ده چې له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو لپاره چمتو شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال، امید میثم څرګندوي:«دوی(طالبان) یې هڅولي دي چې خپلې غوښتنې د سیاسي او سوله ییزې لارې مطرح کړي.»

په داسې حال کې چې تر اوسه طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه دي منلې، خو د سولې عالي شورا وايي چې ډېر ژر به دا ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي.

په داسې حال کې چې سیاسي بهیرونه او ګوندونه د سولې په بهیر کې د افغان حکومت له ګوښه پاتې کېدو خبرې کوي، خو د سولې عالي شورا ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې د افغان حکومت په محوریت ترسره کېږي

شریک یي کړئ