غزني ولایت کې د بېپیلوټه الوتکې برید په پایله کې اوه تنه طالب وسلهوال وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي.
د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو بېپيلوټې الوتکې دوشنبې( د زمري۱۶مه) د دې ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړي دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ چارواکي څرګندوي چې په دې برید کې د طالبانو د وسلو یوه زیرمه هم له منځه تلي او یو شمېر موټر یې ویجاړ شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.