د غزني ولایتي چارواکو نن (سېشنبې د کب په ۷ مه) ویلي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کي د هوايي برید له امله د سیمهيیزو پاڅونوالو ۹ تنه ځواکونه وژل شوي دي.
د غزني ولایت امنیه قومندان وايي امنیتي ځواکونو تېره شپه(دوشنبې د کب په ۶مه) د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سیمه کې د هوايي ځواک مرسته غوښتې وه، خو د غلطو کوردیناتو له امله د سیمهيیزو پاڅونوالو چې د ملي امنیت له لوري يي ملاتړ کېږي، پر یوې پوستې هوايي بريد تر سره شوي چې په پایله کې یې ۹ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
دې برید ته په غبرګون کې د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو لاریونونه تر سره کړې او د پېښي د اصلي عاملانو د محکمه کولو غوښتنه يې کړې ده.