د غزني پولیس وايي چې غزني ولایت کې د یوه موټر بم چاودنه کې څلور تنه دولتي ځواکونه وژل شوي او څه باندې شل تنه نور ټپيان دي.
د غزني امنیه قومندان خالد وردک وايي چې دغه پېښه نن سهار ۴:۳۰ دقیقې د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د دغې ولسوالۍ د ودانۍ په لومړۍ دروازه کې چاودنه ورکړه.
د هغه په وینا، د دغې پېښې د مرګ ژوبلې د زیاتوالي احتمال شته.
بلخوا طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.